د برېتانیا ددفاع وزارت وایي دوی د خپلو سرتېرو د جنګي جنایتونو په څېړنه کې هېڅ راز مداخله نه ده کړې. د نشنل انټرسټ د راپور له مخې د برېتانیا ددفاع وزارت ویلي دوی نړیوالو قوانینو ته ژمن دي او په هېڅ صورت په هغه قانوني پروسو کې مداخله نه کوي چې ددوی د سرتېرو په اړه ترسره کېږي. دوې ورځې وړاندې بي بي سي یو راپور خپور کړ او په هغه کې یې ویلي وو چې د برېتانیا حکومت هڅه کوي په افغانستان او عراق کې د خپلو سرتېرو پر جنګي جنایتونو پرده واچوي. خو اوس برېتانوي چارواکي وايي چې ددوی سرتېرو په پوره زړه ورتیا په یادو دوو هېوادونو کې د ترهګرۍ ضد جګړه کړې ده او که یې په دې لړ کې جرمونه ترسره کړي خپله سزا به ویني. تر دې وړاندې هم د ناټو غړو ډېری هېوادونو چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی د خپلو سرتېرو پر جنګي جنایتونو سترګې پټې کړې دي او یا یې دغه ډول مجرمین بښلي دي.





























