د کندوز- بغلان پر لويه لار د يوې ترافيکې پېښې له امله ٤٠ کسان ټپيان شوي او يو بل مړ شوى دى. د بغلان ولايت د ترافيکو مدير سمونيار محمد نبي نبي زاده وويل چې تېره شپه د کندوز-بغلان پر لويه لار د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ګرداب سيمه کې يو ٣٠٤ موټر له سړک څخه اوښتى او اوبو ته غورځېدلى دى. هغه وايي چې په دغه پېښه کې يو تن مړ شوى او يو بل ټپي شوى دى. خو د کندوز ولايت د حوزوي روغتون آمر محمد نعيم منګل وويل چې له يادې پېښې دوى ته ٤٠ ټپيان انتقال شوي دي. د مرکزي بغلان ولسوالۍ ګرداب سيمه د کندوز ولايت له علي اباد ولسوالۍ سره نښتې ده.





























