د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره لیدلي دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې یاماموتو پخواني ولسمشر ته د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو په برخه کې د وروستیو تحولاتو په اړه معلومات ورکړي دي. د خبرپاڼې په حواله، کرزي د ټاکنو په برخه کې د بهرنیانو د مداخلې په اړه خپله جدي اندېښنه له یاماموتو سره شریکه کړې او له هغه یې غوښتنه کړې ده چې یوناما باید په دې برخه کې خپله بې طرفي ثابته او د افغانانو رایو ته درناوی ولري. کرزي دغه راز له یاماموتو څخه غوښتي چې یاد سازمان دې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو، د خلکو د کورونو د ویجاړولو او دغه راز د نورو بشري حقونو د نقض مخنیوی وکړي او دغه راز دې د افغانانو د مظلومیت غږ نړیوالې ټولنې ته ورسوي.





























