د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د مشر په ګډون د څلورو هېوادونو، بریتانیا، جاپان، سویډن او فنلنډ له سفیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د سولې په تړاو په وروستیو تحولاتو خبرې شوې دي او سفیرانو له نوموړي څخه غوښتنه کړې ده چې د ښځو ونډې ته په کتو دې د بیجینګ په راتلونکې بین الافغاني ناسته کې د ګډون کوونکو په لیست کې د دوی شمېر زیات کړای شي. خبرپاڼه کاږي، کرزي د سفیرانو غوښتنه پر ځای بللې او زیاته کړې یې ده چې ښځو د روانې جګړې له امله تر نورو ډېر رنځونه ګاللي، دوی تل د خپل هېواد د راتلونکې په اړه د پرېکړې کولو په بهیر کې دخیلې وې او له دې وروسته هم باید خپل غږ اوچت او نظر بیان کړي.





























