سه شنبه, اگست 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

    زابل کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې د درملو جوړولو ستره فابریکه پرانیستل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

    زابل کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې د درملو جوړولو ستره فابریکه پرانیستل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ظلم او ناروا دوام؛ حامد کرزی: د عامو وګړو د کورونو نړول د بشري حقونو ښکاره نقض دی

نوومبر 19, 2019
in افغانستان
0 0

په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو ځينو کړنو پراخ غبرګونونه پارولي دي. پرون په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې افغان ځواکونو په کندوز کې پر لاریون کوونکو ډزې وکړې، خو وروسته کورنیو چارو وزارت دغه راپورونه رد کړل. دغه پېښه د ډېرو افغان چارواکو له لوري وغندل شوه. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وویل چې ځینې کړۍ له افغان ځواکونو د سیاسي او شخصي موخو لپاره ګټه اخلي. پخواني ولسمشر دغه راز ویلي چې د امنیتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د کورونو نړول هم جنایت دی او باید د دې کارونو مخنیوی وشي.

څه موده وړاندې په میدان وردګو ولایت کې افغان ځواکونو د یوه بېس د جوړولو لپاره د عامو وګړو کورونه ونړول او هلته یې خپل سرتېري ځای پر ځای کړل. له دې سره جوخت ویل کېږي چې افغان ځواکونو په تازه پېښو کې بیا هم د خلکو د کورونو په نړولو لاس پورې کړی دی او په خبره یې موخه دا ده چې د لویې لارې امنیت خوندي کړي. هغه مهال په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت د خلکو استازو د حکومت پر دغه کړنه سخته نیوکه کړې وه او ژر تر ژره یې د حکومت له لوري د قانع کوونکي ځواب غوښتنه کړې وه.

تازه پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر له مشر تادامیچي یاماموتو سره کتلي دي او له نوموړي سره یې د عامو افغانانو د کورونو د نړولو موضوع شریکه کړې ده. د ده په خبره، افغان ځواکونو د عامو خلکو کورونه نړولي دي او دا بشري جنایت دی چې ملګري ملتونه باید ورته متوجه وي. پخواني ولسمشر دا هم ویلي چې یوناما دې د ملګرو ملتونو له ماموریت سره په همغږۍ، د بشري حقونو د دغه ډول نقض مخنیوی وکړي او د مظلومو افغانو غږ دې نړیوالې ټولنې ته ورسوي.

پخواني ولسمشر د ټاکنو په اړه هم خپلې اندېښنې د ملګرو ملتونو له استازي سره شریکې کړې دي او ټینګار یې کړی چې دغه بنسټ دې د یوې بې طرفه نړیوالې مرجع په توګه د افغانستان د ټاکنو په مسئله کې همکاري وکړي. تادامیچي هم په یادو مواردو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي چې دوی د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

پخواني ولسمشر تر دې وړاندې هم د سیاسي او شخصي اهدافو لپاره د افغان ځواکونو کارونه د هېواد په زیان بللي وو او ټینګار یې کړی و چې حکومتي چارواکي دې د خپلو شخصي موخو لپاره د افغان ځواکونو کارونه ودروي. د ده په خبره، دغه ځواکونه د هېواد د ملي ګټو د دفاع دنده لري او هغه کسان یې چې د شخصي موخو لپاره کاروي، د هېواد له قوانینو ښکاره سرغړونه کوي.

د افغان ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د کورونو نړول داسې مهال غبرګون پاروي، چې د تازه راپورونو له مخې، په میدان وردګو ولایت په تېره په سیداباد ولسوالۍ کې یو ځل بیا هم د ملکي وګړو کورونه نړول شوي دي. سره له دې چې په دې اړه مو پوره جزیات تر لاسه نه شوی کړی، خو په ولسي جرګه کې د میدان وردګو وکیلان وایي چې دغه مسئله یې له لوړپوړو افغان چارواکو سره مطرح کړې ده.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله کلیمزی وایي، چې د افغان ځواکونو له لوري د نظامي اډې جوړولو او پراخولو لپاره د ملکي وګړو کورونه نړول شوي دي، چې په هېڅ صورت د منلو نه دي. د ده په خبره، دا د بشري حقونو نقض دی او حکومت باید په دې اړه د ولس استازو ته ځواب ووايي.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحمن وردګ هم وایي چې په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو عملیاتو نه یوازې دا چې امنیت نه دی راوستی؛ بلکې ډېرې ستونزې یې زیږولې دي. د ده په خبره، د عامو وګړو د کورونو نړېدو مسئله یې له ملي دفاع وزارت سره مطرح کړې او چارواکو ډاډ ورکړی چې دغه ستونزه به ژر تر ژره حل کړي.

بلخوا د سیداباد ولسوالۍ د ملي خيلو اوسېدونکي هم وایي چې حکومتي ځواکونو یې کورونه نړولي دي او د دې کورونو پر ځای یې نظامي اډه جوړه کړې ده. دوی له حکومته غوښتي چې دوی ته قانع کوونکی ځواب ووایي او له ورته کړنو لاس په سر شي.

Tags: featured
Share13Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ايران مذهبي مشر مجتبی حسیني له ولسمشر پزشکيان سره پر اقتصادي او پوځي چارو خبرې کړي

اگست 10, 2026
President Donald Trump boards Air Force One at Morristown Airport, Sunday, Aug. 9, 2026, in Morristown, N.J. (AP Photo/Julia Demaree Nikhinson)

ډونالډ ټرمپ: امريکا په نرمې رويې د ايران مسئلې د هواري هڅې کوي

اگست 10, 2026
Japanese Prime Minister Sanae TAKAICHI meets representatives of atomic bomb survivors' groups and other organizations in Nagasaki City, Nagasaki Prefecture, Japan, on August 9, 2026, the 81st anniversary of the U.S. atomic bombing of Nagasaki. The United States dropped the plutonium atomic bomb "Fat Man" on Nagasaki at 11:02 a.m. on August 9, 1945, killing an estimated 74,000 people by the end of that year. ( The Yomiuri Shimbun via AP Images )

تاکایچي سانای يو ځل بيا د بې اټومي وسلو د درېو اصولو په اړه مبهمې څرګندونې کړي

اگست 10, 2026

د اسرائيل خبري رسنۍ: نيتانياهو د غزې له ځينو سيمو د ځواکونو په ايستلو پېښېمانه شوی

اگست 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In