د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د کبانو روزنې ۸۰ نوي فارمونه جوړېږي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي چې دغه فارمونه به د کال ترپایه په هرات، بلخ، کونړ او لغمان ولایتونو کې جوړ شي.
هغه زیاته کړې: «د کبانو د روزنې د ۸۰ فارمونو د جوړېدو کار په جریان کې دی او د کال تر وروستیو پورې به بشپړ شي. له دغو ۸۰ فارمونو څخه ۲۰ په هرات، ۲۰ په بلخ، ۲۰ په لغمان او نور په کونړ کې تر کار لاندې دي، چې یوشمېر یې بشپړ شوي او یوشمېر نور به د کال تر وروستیو پورې بشپړ شي».
نوموړي ویلي، تر دې وړاندې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور په مرسته، د هېواد په کچه د کبانو د روزنې څه باندې دوه زره فارمونه جوړ شوي دي.
د کبانو د روزنې د دغو فارمونو د تولید کچه په کلني ډول ۱۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي او زرګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.