ولسمشر غني د سولې او طالب زندانیانو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره تلیفوني خبرې کړې دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې دواړو لورو پر سولې او د طالب زندانیانو پر خوشي کولو خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د تهدیدونو د موجودیت په صورت کې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده. صدیقي وايي مایک پمپیو د ولسمشر غني پرېکړه ستایلې ده او ویلي یې دي چې که طالبان د حسن نیت پر ځای پر تاوتریخوالي لاس پورې کوي نو امریکا د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه ده. دواړو لورو ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته به ادامه ورکوي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز واوړي. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هم له ولسمشر غني سره تلیفوني خبرې کړې دي او د داعش ډلې په ځپلو کې یې د افغان ځواکونو هڅې ستایلې دي. نوموړي ډاډ ورکړی چې امریکا د افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده او اجازه به ور نه کړي چې ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې د پښې ځای پیدا کړي.





























