ولسمشر غني د یوناما له مشر سره پر ټاکنو او په سوله کې د ښځو پر ونډه خبرې کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي خو په دې پروسه کې باید د ښځو پر ونډه ټینګار وشي. ولسمشر غني په دې لیدنه کې ویلي چې دوی د سولې په برخه کې ښځو ته پوره ونډه ورکړې ده او د سولې مشورتي لویې جرګې ۳۰ سلنه غړې هم ښځې وې. دواړو لورو په ټاکنو کې پر رامنځ ته شوي وضعیت هم خبرې کړې دي. تادامیچي یاممتو ویلي چې دوی په ټاکنو کې بې طرفه دي او هیله لري چې دغه پروسه په پوره شفافیت مخ ته لاړه شي او کمیسیون ژر تر ژره شفافې پایلې اعلان کړي.





























