له اوږدو ناندریو او کشمکشونو وروسته، د طالبانو او امریکا تر منځ د زندانیانو تبادله په بریالۍ توګه تر سره شوه. د دوشنبې د ماښام په اتو بجو د طالبانو دری مهم کسان د بګرام له زندانه د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسول شول او په بدل کې یې پرون د امریکایي پوهنتون دوه بهرني استادان د طالبانو له لوري خوشي شول. طالبانو دغه کار یو مثبت ګام بللی دی او وایي، دا به د سولې په برخه کې د پرمختګونو سبب شي. افغان حکومت بیا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو امریکایي چارواکو په دې تړاو له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي.
له څو اونیو راهیسې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د زندانیانو د تبادلې ګنګوسې خپرېدې. تر دې چې تېره اونۍ د دریو طالب زندانیانو د خوشي کېدو خبر خپور شو. افغان ولسمشر په رسنیو کې راڅرګند شو او په خپلو خبرو کې یې وویل چې د سولې د هڅو او باور فضا د رامنځ ته کېدو په خاطر یې دا د زهرو ګوټ کړی دی او د انس حقاني په ګډون یې د دریو مهمو طالب زندانیانو د خلاصون پرېکړه کړې ده. خو طالب زندانیان قطر ته تر رسېدو وروسته بېرته کابل ته را ولېږدول شول او د نامعلومو دلایلو له امله د زندانیانو تبادله وځنډېده. طالبانو یې لامل د امریکایانو له لوري د نوو ژمنو رامنځ ته کول ښودل شوي وو، خو حکومت او امریکايي لوري یې دلیل واضح نه کړ.
وړمه ورځ دوشنبه د شپې اته بجې دوحې ته د دریو طالب زندانیانو د رسېدو راپورونه خپاره شول. له دې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او همدا راز د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار په جلا جلا توګه له ولسمشر غني سره تلیفوني خبرې وکړې او ده ته یې ډاډ ورکړ چې امریکا د افغان پوځ تر څنګ ولاړه ده. مایک پامپیو ویلي وو چې د طالب زندانیانو خوشي کول د سولې په برخه کې مهم رول لوبوي او د سولې فضا به رامنځ ته کړي. دوی ډاډ ورکړی و، چې که طالبان له دغه حسن نیت د جګړې لپاره ګټه واخلي، نو امریکا به د افغان ځواکونو تر څنګ درېږي.
تېره ورځ ناوخته بیا په رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې د امریکایي پوهنتون دوه استادان د طالبانو له لوري خوشي شوي دي. امریکایي پوهنتون هم په یوه اعلامیه کې وویل چې د استادانو د خوشي کېدو په تړاو یې راپورونه تر لاسه کړي دي او د دې خبر هرکلی کوي. په اعلامیه کې راغلي: ((موږ د خپلو دوو استادانو د خوشي کېدو له خبرونو هرکلی کوو، هیله لرو دوی ژر تر ژره له خپلو کورنیو سره یو ځای شي)).
سره له دې چې افغان حکومت تر اوسه د دغې تبادلې په اړه معلومات نه دي خپاره کړي، خو طالبانو بیا تېره ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې د خپلو زندانیانو خوشي کېدل د سولې لپاره ګټور بللي دي. وسله والو طالبانو دا یو مثبت ګام بللی او د هغه هرکلی یې کړی دی. په اعلامیه کې راځي: ((زموږ د دریو بندیانو انس حقاني، حاجی مالي خان او حافظ عبدالرشید د خوشي کېدو په اړه مثبت اقدام شوی دی، هرکلی یې کوو)).
وسله والو طالبانو په خپله اعلامیه کې دغه ګام د سولې لپاره هم مهم بللی دی. په اعلامیه کې راځي چې دغه ډول ګامونه د باور جوړولو او سولې په برخه کې مهم پرمختګونه راوستلی شي. سرچینه کاږي: ((دا ټولې کړنې د اعتماد جوړونې او ښه نیت لپاره ښه پرمختګ دی او د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي)).
طالبانو داسې مهال په رسمي توګه د خپلو زندانیانو او امریکايي استادانو د خوشي کولو خبرونه تایید کړل، چې افغان حکومت د انس حقاني خوشي کول د ځان لپاره سره کرښه بللې وه. خو وروسته ولسمشر غني وویل چې دغه کسان په مشروطه توګه خوشي کړل شوي دي. دا چې دغه تبادله به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او که نه، وخت به یې وښيي؛ خو په سیاسي کړیو کې دغه تبادله ستایل شوې او د باور جوړونې لپاره مهمه بلل شوې ده.





























