د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه اعلامیه کې هیله ښودلې چې د بندیانو تبادله به افغان جګړې ختمېدو ته لار پرانیزي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د طالبانو له دریو مشرانو سره د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو او ۱۰ افغان سرتېرو له تبادلې وروسته هیله ښودلې ده چې دا اقدام سولې ته لا ښه لاره برابره کړي.ښاغلي پمپیو ویلي دي چې په کابل کې د امریکايي پوهنتون استادان د امریکايي ځواکونو په مرکز کې دي او ژر به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دي: “هیله لرو چې د هغوی خوشې کیدل یو بل ښه نیت څرګند کړي چې سولې او په افغانستان کې د جګړې ختمېدو ته لار پرانیزي.”طالبانو د خپلو دریو مشرانو له پرېښودلو وروسته په یوې اعلامیې کې هیله ښودلې ده چې “دا د سولې/پخلاینې لپاره د اعتماد سازۍ او ښه نیت د لا قوي کېدو لپاره یو ښه ګام وي.”
طالبانو دا خبره هم کړې ده چې انس حقاني به د طالبانو د مذاکره کوونکو په ډله کې شامل وي.





























