د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به د بیجینګ په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي. سرچینه کاږي دوی هیله لري چې وکړی شي د افغانستان د سولې په مسئله کې مثبت رول ادا کړي او دلته روانه جګړه او اوسنۍ نا امني پای ته ورسېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې غونډه به څه وخت جوړېږي خو وايي چې کابلوف به هم ددې غونډې ګډونوال وي. بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه شي او هیله لري چې د روانې جګړې په ختمولو کې مثبت ګامونه اوچت شي.





























