ایرو ایشیا په یوه اوږده مقاله کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د زندانیانو پر تبادله خبرې کړې دي. سرچینه وایي د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده نو په دې برخه کې هر کوچنی ګام هم مهم دی. په مطلب کې راځي امریکا او طالبان دواړه باوري دي چې د زندانیانو تبادله د سولې له پروسې سره مرسته کولی شي نو له همدې امله باید دغه ډول فرصتونه ضایع نه شي او د سولې خبرې دې له سره پيل کړل شي. ایرو ایشیا همدا راز کاږي چې د امریکا په بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو کې بیروکراسي ددې سبب شوې چې له ډېری لورو سره د امریکایي اړخ مذاکرات په ځنډ مخ ته لاړ شي خو ددې شدیده اړتیا ده چې په افغانستان کې روانه شدیده او خونړۍ جګړه ژر تر ژره پای ومومي. سرچینې د سولې خبرې او مذاکرات د افغان جګړې د پای یوازینۍ لار بللې ده او ټینګار یې کړی چې د سولې په ټپه درېدلې خبرې باید بیا پيل شي.





























