د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره یا سېف د چېلډرېن وایي، لوړه سلنه افغان ماشومان د جګړو له امله اغېزمن شوي او ددوی ژوند تریخ شوی دی. په راپور کې راځي چې دوی په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند په اړه تازه نظر پوښتنه کړې ده او په هغه کې لسګونه کورنیو د خپلو ماشومانو د بد وضعیت په اړه نظرونه ورکړي دي. سرچینه کاږي ٦٢سلنه کورنۍ وایي چې د هغوی ماشومانو په مستقیم او یا غیر مسقیم ډول جگړه لیدلې ده چې په دې کې ٣٨سلنه وایي ماشومان یې د دغه ډول تجربو له کبله ځان له رواني کشمکش سره مخ دي. ۷۰ سلنه کورنۍ وایي چې د جګړې ښکېلو لورو د دوی ماشومان له خطر سره مخ کړي دي او باید جګړه ختمه کړل شي. په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب ټولنې مشر هم د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی دی چې دلته د ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.





























