په لوګر کې د امریکایي ځواکونو یوه چورلکه لوېدلې ده. د راپورونو له مخې دغه چورلکه تېره شپه په لوګر ولایت کې لوېدلې چې له امله یې امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د پېښې د تایید تر څنګ ویلي چې ددوی دوه عسکر د چورلکې د لوېدو له امله وژل شوي دي. ناټو او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې چورلکه څه ډول لوېدلې ده، خو وسله وال طالبان یې بیا د غورځولو ادعا کوي. ددغه ډلې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې شینوک ډوله الوتکه له ۵۴ کسه سپرلۍ سره یو ځای غورځول شوې او اور یې اخیستی دی. دوی ادعا کوي چې په پېښه کې ۵۴ کورني او بهرني عسکر وژل شوي دي. حکومتي چارواکو تر اوسه د طالبانو پر دغه ادعا غبرګون نه دی ښودلی، خو امریکايي ځواکونو د پېښې د تایید تر څنګ ویلي لومړني راپورونه دا نه ثابتوي چې ګواکي الوتکه دې د طالبانو د برید له امله لوېدلې وي.





























