ټرمپ وایي د زندانیانو وروستۍ تبادله به په افغانستان کې د سولې د راتګ او اوربند سبب شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه ټوېټ کې له افغان ولسمشر مننه کړې ده او د نوموړي دا ګام یې یو زړور اقدام بللی دی. د ټرمپ په خبره دغه تبادله به افغانان سولې ته نږدې کړي او په دغه هېواد کې به د اوربند او اوږدې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي. تېره ورځ هم سپینې ماڼۍ د یادو زندانیانو پر خوشي کېدو خوښي څرګنده کړې وه او ویلي یې وو ددې هیله شته چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه د خبرو له لارې حل شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو، چې د بندیانو تبادله به د سولې لپاره د باور فضا پياوړې کړي او په دې پروسه کې به د پرمختګ لپاره لا ښه لار پرانیزي.





























