پنټاګون وایي ایران په افغانستان کې د طالب وسله والو ملاتړ کوي. د امریکا ددفاع وزارت په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، سره له دې چې طالبان د ایران ټولې خبرې نه مني خو بیا هم دغه هېواد پر وسله والو طالبانو نفوذ لري او ملاتړ یې کوي. په راپور کې دغه راز راځي چې طالبان هم له ایران سره ډېر نږدېوالي ته لېوالتیا نه لري، خو د ګډ دښمن پر وړاندې د یو بل همکارۍ ته اړ دي. پنټاګون کاږي ایران نه یوازې د امریکا بلکې دداعش د کمزوري کولو لپاره هم له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي. راپور کې راځي چې ایران له ۲۰۰۷ کال راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي او دغه ډلې ته وسلې او مهمات برابروي. د پنټاګون د نوې ادعا په اړه تر اوسه ایران غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې هم ګڼو افغان چارواکو ایران له طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی. دوی ویلي وو، چې ایران ان پخپله خاوره کې طالبانو ته هستوګنځي او روغتونونه هم جوړ کړي دي.





























