د سیاسي چارو د شنونکي او لیکوال وحید مژده وژل کېدو په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه پارولي دي. کاروونکي پر حکومت نیوکه کوي چې د خپلو وګړو د امنیت په تامین کې پاتې راغلی دی او د بیان د ازادۍ ساتنه نه شي کولی. سیاسي فعالان او لیکوالان وحید مژده بې طرفه کس بولي او په خبره یې نوموړي تل د سولې او بیان ازادۍ لپاره مبارزه کړې ده. وحید مژده د سیاسي چارو شنونکی او دغه راز تکړه لیکوال و، چې تل یې د سولې، عدالت د تامین او جګړو د درېدو لپاره تحلیلونه او لیکنې کولې. نوموړی تېر ماښام خپل کور ته نږدې له جومات تر راوتو وروسته د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو. کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي خو تر اوسه د کوم چا په نیولو بریالي شوي نه دي.





























