په ننګرهار کې ددو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله نهه کسه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې د ورښمین او انور د کورنیو ترمنځ د خوګیاڼو ولسوالۍ په بداکڅ سیمه کې نښته شوې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده. دده په خبره په پېښه کې نهه کسه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. نوموړي زیاته کړې چې ټپیان تر درملنې لاندې دي او پولیسو د عاملینو د نیولو لپاره کار پيل کړی دی. دا چې دغه شخړه د څه پر سر رامنځ ته شوې ده خوګیاڼي یې په اړه څه نه دي ویلي.





























