. د ناټو عمومي منشي په بروکسل کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د زندانیانو د ازادولو له امله د افغان حکومت زړور اقدام ستایي. د ینس سټولټنبرګ په وینا دوی هیله لري چې دغه مسئله د سولې د خبرو په بیا پیل او باور جوړونه کې ګټوره تمامه شي. نوموړي یو ځل بیا ویلي چې دوی د افغانستان د حکومت تر څنګ ولاړ دي او د سولې لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي. سټولټنبرګ ټینګار کړی چې دوی به د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز او ملاتړ ته ادامه ورکوي او دغه راز د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د خپلې هڅې کوي. نوموړي ویلي ناټو هیله لري چې د زندانیانو په تبادلې سره د سولې په برخه کې مثبت پرمختګونه او تحولات رامنځ ته شي.





























