د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د سیاسي چارو د شنونکي او ژورنالیست وحید مژده د وژل کېدو له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې نوموړی د سولې او ثبات د دښمنانو له لوري وژل شوی دی. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د وحید مژده هدفي وژنه د ټولو انساني ارزښتونو خلاف عمل دی. سرچینه کاږي، کرزی د ژوند کولو او بیان ازادي د افغانستان د اسلامي جمهوریت یوه ستره لاسته راوړنه بولي او زیاتوي، افغانان باید سره یو موټی او په ټول توان سره د دې حقونو دفاع وکړي. هغه زیاته کړې، پر سیاسي شنونکو باندي وروستي تروریستي بریدونه د جنګي جنایاتو او جرایمو یوه نوې څپه ده او دا د دولتي نهادونو دنده چې د خپلو خلکو او بیان د ازادۍ دفاع وکړي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، دا د ټولو مسوولیت دی چې د سولې او هغو خلکو د ژوند دفاع وکړي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره هڅې کوي. کرزي هیله ښودلې چې هېوادوال به په خپل ملي یووالي سره دې بدبختیو ته له مدني لارو غاښ ماتوونکی ځواب ووایي.





























