د بلخ د کرنې او مالدارۍ رياست ويلي چې د تېر کال په پرتله په روان لمريز کال کې په دغه ولايت کې د کرنيزو محصولاتو کچه شاوخوا ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.
د بلخ د کرنې رياست سرپرست ذبيح الله ذوبين د کرنيزو محصولاتو ډېرېدو ته په اشارې ويلي، چې د اوبو کمښت د بلخ د کروندګرو تر ټولو لويه ستونزه ده.
نوموړي زياته کړې چې په روان ۹۸ لمريز کال کې د اورښتونو په زياتېدو سره، د کرنيزو محصولاتو کچه لوړه شوې چې ورسره د کروندګرو اقتصادي حالت هم ښه شوی دی.
هغه دغه راز ویلي چې په بلخ کې د ناامنۍ څپې په پراخېدو سره بيا هم دغه رياست توانېدلی چې خپل مسووليتونه په سمه توګه ادا کړي.
د بلخ د کرنې رياست د سرپرست په خبره، د همدغه کال تر پايه به په دغه ولايت کې پر شاوخوا ۱۳زرو کروندګرو ۶۰۰ مټريک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم هم ووېشل شي.