د خوست په پنځو ولسوالیو کې د جلغوزيو او چهارمغزو ځنګلونو د بیارغونې پروژه پیل شوې.
د دغه ولایت چارواکي وايي، د دې پروژې په پلي کولو سره به له یوې خوا وهل شوي ځنګلونه بېرته ورغول شي او له بلې خوا به خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شي.
د هغوی په خبره، دغه پروژه د کرنې وزارت په مالي لګښت پلې کېږي او ټولې ۶۵ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د خوست والي محمدحليم فدايي وايي، د دغه ولايت په سپېره، دوه منده، تڼيو، ځاځي میدان او موسی خېلو ولسوالیو کې د جلغوزيو او چهارمغزو هغه ځنګلونه چې زيانمن شوي، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به بېرته ورغول شي.
د هغه په خبره، د جلغوزیو او چهارمغزو نیالګيو د روزنې په موخه، د ۳۶۰ قوریو پر جوړولو کار روان دی چې هره قوریه د شپږو زره نیالګیو ظرفیت لري.