نړیوال بانک د افغانستان په شمال کې د انرژۍ د تولید له پروژو سره ۵۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه. د نړیوال بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پیسې به د افغانستان په شمال کې له طبیعي ګازو د برېښنا د تولید په پروژو کې لګول کېږي او دغه راز به د شبرغان مزار شریف د ګازو نل لیکې د ساتنې او ترمیم په برخه کې له دې پیسو کار واخیستل شي. نړیوال بانک وایي دوی غواړي په افغانستان کې د برېښنا او انرژۍ د تولید په دایمي پروژو کې پانګونه وکړي څو په دې توګه برېښنا ته د افغانانو لاسرسی ډېر شي. نړیوال بانک تر دې یوه میاشت وړاندې هم د انرژۍ د تولید په برخه کې د ۹۹ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستې اعلان کړی و.