په لغمان کې د ۷۵ ميليونو افغانيو په لګښت د يوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې چې د يوه نیم کال په موده کې به سرته ورسېږي.
د چارواکو په خبره، د دغه کانال په جوړېدو سره به شاوخوا ۲۰۰۰ هکټاره ځمکه د سيلابونو د اوبو له خطر څخه وژغورل شي.
د لغمان د ويندوی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه کانال د جوړېدو د چارو پرانیسته تېره ورځ د مرستيال والي او څو تنو نورو مسوولينو له لوري وشوه.
په خبرپاڼه کې د لغمان ولایت د سیندیزې فرعي حوزې د رييس سید عبدالرحیم سادات د معلوماتو له مخې ليکل شوي چې د عبدالرحیمزیو کانال ۱۷ کیلومتره اوږدوالى لري، ۵۰۰۰ کورنۍ ترې مستقیماً استفاده کولای شي، شاوخوا ۲۰۰۰ هکټاره ځمکه به ترې خړوبه شي چې ټولټال پرې څه کم ۷۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.