د ننګرهار د کانال رياست ويلي چې سږ کال د دغه ولایت د زيتونو له فارمونو ۱۵۰ ټنه حاصلات راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زيات شوي دي.
د چارواکو په خبره، پخوا ډېر فارمونه د وسله والو په لاس کې وو، خو په يادو سيمو کې د امنيتي ځواکونو تر عملياتو وروسته، فارمونه د دولت په کنټرول کې راغلي او حاصلات ورسره لوړ شوي دي.
دوی ویلي، سږ کال يې له زيتونو څلور ټنه اچار پروسس کړي او د تېلو د پروسس لړۍ چې لا هم روانه ده، ټاکل شوې لسو ټنو ته ورسيږي.
د ننګرهار د کانال رياست اړوند د زيتونو د فابريکې آمر عتيق الله نايل ويلي، سږ کال دوی ته د کانال د زيتونو له فارمونو څخه ۱۵۰ ټنه د زيتونو دانې راوړل شوې دي، چې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زياتې دي.