د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونو رییس آرش یونسي وایي په بلخ کې د مولانا هوايي ډګر او مرکزي ادارې تر منځ ستونزې او همدا راز لوړې تعرفې ددې سبب شوې چې د بلخ-اروپا له هوايي دهلیزونو صادرات په ټپه ودرېږي. دده په خبره دوی یوازې شل ټنه سوداګریز توکي تر دې دمه له دغه دهلیز صادر کړي او تر هغه وروسته صادرات په ټپه درېدلي. د بلخ د صنعت او تجارت رییس شیر احمد سپاهي زاده بیا وایي چې که سوداګر په نړیوالو معیارونو برابر توکي تولید کړي نو دوی تیار دي چې هوايي دهلیزونه بېرته ورته فعال کړي. د بلخ سوداګر هم د مرکزي حکومت له ناغېړی شکایت کوي او په خبره یې سوداګرۍ او صادراتو ته بنسټیز او دایمي کارونه نه ترسره کېږي. د سوداګرۍ خونه بیا لوړې تعرفې هم د یاد سوداګریز دهلیز د سقوط لامل بولي.