ولسمشر د نوي دولتي هوايي شرکت د جوړولو د اقتصادي ارزونې سپارښتنه کړې ده. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته د آریانا افغان هوايي شرکت له کارکوونکو او مشرتابه سره کتلي دي. په لیدنه کې په یاد شرکت کې د ژورو اصلاحاتو پر راوستلو خبرې شوې دي. همدا راز د باختر په نامه د نوي هوايي شرکت د جوړولو پر طرحه هم خبرې شوې دي. ولسمشر سپارښتنه کړې چې ددغه شرکت د جوړېدو اقتصادي ارزونه دې وشي. نوموړي دغه راز په آریانا افغان هوايي شرکت کې د ژورو اصلاحات پر راوستو ټینګار کړی او د نویو الوتکو داخیستو په اړه یې هم بحث کړی دی. په دې لیدنه کې د ظرفیتونو په لوړولو او د نوو پیلوټانو پر روزنه هم ټینګار شوی.