یو افغان سوداګر په پکتیا ولایت کې د شاوخوا شپږو ميلیونو ډالرو په لګښت، د جلغوزیو د پروسس یو مرکز جوړوي.
دا به د هېواد په سوېل- ختیځ کې د جلغوزیو د پروسس لومړنی هغه مرکز وي، چې په فعالېدو سره به پکې د زرګونو ټنو جلغوزیو د پروسس زمینه برابره شي.
دغه مرکز د حاجي محمد ګردېزي له لوري د ۶.۲ ميلیونو ډالرو په لګښت سره جوړېږي. نوموړي ویلي، هڅه کوي چې د افغانستان جلغوزي د افغانستان په نامه او د پکتیا په مارک سره بازارونو ته وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د پکتیا د سوداګرۍ خونې رییس عبدالنصیر علمیار ويلي چې دغه مرکز په یوه کال کې د ۶۰ زرو مټریک ټنو جلغوزیو د پروسس وړتیا لري.
علمیار زیاته کړې: «دغه مرکز د هېواد په دې برخه کې لومړنی مرکز دی او دا د حکومت او بزګرو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده».