د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ټاپي پروژې د تطبیق په چارو کې ځینې پرمختګونه شوي او ښایي تر راتلونکو څو میاشتو پورې یې عملي کارونه پیل شي. د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ویلي، د هغو سیمو لپاره یې د ځمکو استملاک قوانینو جوړول بشپړ کړي چې د ټاپي پروې په مسیر کې واقع دي. د نوموړي په وینا، یاد قوانین به په نږدې راتلونکي کې کابینې ته د تایید لپاره وړاندې شي او تر هغه وروسته به د ټاپي پروژې په مسیر کې د پرتو ځمکو د استملاک لړۍ پیل شي. د هغه په وینا، یو شمېر مالي سازمانونو هم په دې برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده. د یادونې ده چې د دې پروژې د ګټې اخیستنې وروستۍ موده د ۲۰۱۹ میلادي کال پای اټکل شوې وه خو تر اوسه یې عملي چارې په سمه توګه نه دي پیل شوې.