د کرنې وزارت چارواکو ویلي، افغانستان په کلني ډول د طبي بوټو په ځانګړي ډول اینجې له صادرولو څخه له ۱۵۰ میلیونو ډالرو څخه زیات عاید تر لاسه کوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي چې تېر کال په ټول هېواد کې ۱۷۸ زره مټریک ټنه طبي بوټي چې ډېره برخه یې اینجه وه، تولید شوي دي. د یادونې ده چې اینجه یو ډول وحشي طبي بوټی دی چې په طبابت کې په پراخه توګه ترې ګټه اخیستل کېږي.
دا بوټی چې د افغانستان مهم صادرات جوړوي، د ځینو ولایتونو او په ځانګړي ډول د غور، بادغیس او بدخشان په غرونو کې پیدا کېږي.
رستمي دغه راز زیاته کړې چې اوس د دغه بوټي د کرلو لپاره لېوالتیا ډېره شوې او د کرنې وزارت هم هڅه کوي چې له بزګرانو سره په دې برخه کې له نږدې کار وکړي، څو د دغه بوټي کرل زیات کړي.