د کولمبيا هېواد د کانونو ملي ادارې د افغانستان د کانونو له وزارت سره په تخنيکي، ظرفيت جوړونې او د کانونو استخراج په برخو کې مرستې کوي.
د کانونو وزارت وياند عبدالقدير مطفي پژواک ته ويلي چې د وزارت د پاليسۍ او برنامې مرستيال ولي الله ځدراڼ د يوه پلاوي په مشرۍ، چې په کې ډېرى تخنيکي مسوولين شامل دي، دا مهال په کولمبيا کې دی.
هغه زياته کړې چې دغه لوړپوړي پلاوي د کولمبيا هېواد د کانونو ملي ادارې له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې خبرې کړې دي.
د نوموړي په خبره، له دغه سفر موخه د افغانستان د استخراجي سکټور د مديريت لپاره د ظرفيتونو لوړول او په استخراجي صنایعو سکټور کې د بنسټيز بدلون لپاره د ياد هېواد له تجربو ګټه اخيستل دي.
مطفي ویلي: «موږ به په تخنيکي او ظرفيتي برخو کې له کولمبيا هېواد سره په ګډه کار وکړو، څو د افغانستان صنايع استخراجي سکټور لپاره د افغان حکومت تګلاره په سمه توګه عملي شي».