د برېښنا شرکت چارواکو ویلي، د نغلو برېښنا بند څلورم توربین له ۱۲ کلن ځنډ وروسته بیا فعال شو.
دوی ویلي چې د دغه توربین په فعالېدلو سره د هېواد د برېښنا په شبکو کې ۲۵ میګاواټه برېښنا نوره ور زیاته شوه.
د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ویلي چې په دې سره به پنځه زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.
هغه زیاته کړې: «په نغلو بند کې یو توربین په ۲۵ میګاواټه ظرفیت سره د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د برېښنا شرکت د کارکوونکو له خوا یو توربین بیا فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو».
د توحیدي په خبره، د دغه توربین په رغولو د نړیوال بانک ۳.۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.
هغه دغه راز ویلي چې د برېښنا د دغه توربین تر څنګ په سروبي ولسوالۍ کې یو سب سټېشن هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، چې په خبره یې ۲۷ کلیو ته برېښنا ورکوي.