له سوداګرو او پانګه والو د نه ملاتړ له امله په هرات کې سلګونه کاري جوازونه لغوه شوي دي. د هرات ځایي چارواکي وايي چې دوی د جواز د ورکړې لپاره ځانګړي شرایط لري نو له همدې امله په یوه اونۍ کې د نږدې ۶۰۰ پانګه والو او سوداګرو جوازونه لغوه شوي دي. خو ددغه ولایت د ولایتي شورا غړي بیا وايي چې حکومت له سوداګرو د ملاتړ لپاره هېڅ راز پلان نه لري. ددغه ولایت د ولایتي شورا غړی سردار بهادري وايي لکه څنګه چې اړینه وه له سوداګرو داسې ملاتړ نه دی شوی نو ځکه سوداګرو خپل جوازونه لغوه کړي دي. نوموړی حکومت تورنوي چې په دغه مهم صنعتي او سوداګریز ښار کې د امنیت په تامین کې پاتې راغلی دی او دې مسئلې د خلکو کارو بار ته سخته ضربه رسولې ده.