د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې په لومړي ځل د چرګوړو د تولید یوې فابریکې پر کار پيل وکړ، چې په دې سره به له پاکستان څخه د چرګوړو په وارداتو کې شل سلنه کموالی راشي.
د ننګرهار د کرنې سرپرست ضمير بهسودي ويلي، دغه فابریکه چې د خصوصي سکټور له خوا جوړه شوې، په میاست کې د ۶۰۰ زرو چرګوړو د تولید وړتیا لري.
هغه زیاته کړې چې د ننګرهار د کرنې ریاست هڅه کوي چې د چرګانو د روزنې په برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.
په ورته وخت کې د دې فابريکې مشر عزيزالله حسام د فابريکې د پرانيستې پر مهال ویلي، تر پخوا په کور د ننه د چرګانو روزنې برخه پیاوړې شوې او دا ډول فابریکې کولی شي له پاکستان څخه د چرګوړو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راولي.