د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ترکمنستان هوکړه کړې چې که په افغانستان کې د جګړو او نښتو له امله د ټاپي نللیکې ته زیان اوړي نو لګښت به یې دوی پرې کوي. تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د ترکمنستان له پولې راوتلې بیا د پاکستان تر خاورې پورې د ټاپي نللیکې د زیانمنېدو لګښت نه شي پرې کولی، نو له همدې امله ددغه پروژې کار ځنډېدلی و. اوس تازه ترکمنستاني چارواکو له پاکستاني لوري سره هوکړه کړې چې د افغانستان په خاوره کې که د ټاپي نللیکې ته زیان اوړي نو لګښتونه به یې دوی پرېکوي.