د کندهار سوداګرو او پانګوالو ويلي، په دغه ولایت کې د راتلونکي ۱۳۹۹ لمریز کال په اوږدو کې ۲۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي او ۲۵زره کسانو ته د کارموندلو فرصتونه برابروي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصرالله زهیر ویلي، په دې وروستيو کې د افغانستان د هوايي ډګرونو د اقتصادي پراختيا کمېسیون يوه پلاوي کندهار ته سفر کړی او دلته يې له چارواکو، سوداګرو او صنعتکارانو سره پرله پسې څو غونډې کړې چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ګټورې وې.
هغه زیاته کړې، کندهار مېشتو سوداګرو او صنعتکارانو له دغه کمېسیون سره یو تړون لاسلیک کړ او هغه پروژې یې ورته په ګوته کړې چې پانګونه په کې کوي.
هغه ويلي، د شوي تړون له مخې کندهار مېشتي سوداګر او پانګه وال پلان لري چې د دغه ولایت د اقتصادي ودې په موخه ۲۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي او شاوخوا ۲۵زره کسانو ته د کار فرصتونه برابر کړي.