د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې د بیجینګ کې د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو په اړه غونډه جوړه شوې وه. د غونډې موخه چينايانو ته د افغانستان د اقتصادي او کرنيزې ودې وضعيت په اړه معلومات ورکړل شوي دي او په افغانستان د غني سرچينو، محصولاتو، سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې شوې دي. په دغه غونډه کې د افغانستان سفیر، د چين او عرب د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د هڅولو مسلکي کمېټې مشر يو مينګ هوی، د سټېټ ګريډ په نوم د چين د برېښنايي شبکې کمپنۍ استازي او د يو شمېر نورو چيني تصديو استازو ګډون کړی و.
يو مينګ هوی وايي، د دغې کمېټې لخوا جوړ شوی چينا مال (China mall) د روان کال په سپتمبر کې په کابل کې پرانيستل شو او اوس تر ۲۰ زياتو تصديو خپل دوکانونه پکې پرانيستي او پکې باکيفيته چيني توليدات اخيستل پلورل کېږي. دغه کمېټه هيله لري چې بېلابېلو تصديو ته د اړينو او ګټورو معلوماتو په ورکولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزو اړيکو ته وده ورکړي.