د نورستان د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ پر ۲۰۵۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
دوی ویلي چې د دغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او په دغه ولایت کې د غنمو د حاصلاتو لوړوالی دی.
چارواکو دغه راز ویلي، دغه مرستې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ چمتو شوې وې چې پر دغو ۲۰۵۰ بزګرانو پر هر یوه بزګر د غنمو ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلو ګرامه توره سره (DAP) او ۵۰ کيلو ګرامه سپينه سره (يوريا) وېشل شوي دي. د چارواکو په خبره، د غنمو یاد اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې په وړیا توګه پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
په ورته وخت کې له دغو مرستو څخه برخمنو کروند ګرو د مرستې له ترلاسه کولو خوښي ښودلې او ډاډ يې ورکړی چي په خپلو مځکو کې به يې وکري.