شمالي ولایت بلخ کې د صنعتي نباتاتو کرکېله په وروستیو درېیو کلونو کې د غوړیو کارخونو له جوړېدو سره ډېره شوې ده. د رسمي سرشمېرو له مخې، سږ کال په ۹ شمالي ولایتونو کې په نژدې ۱۰۰ زره هکټاره ځمکه کې بېلابېل صنعتي نباتات په تېره روغني نباتات کرل شوي، چې نژدې نیمايي یې په بلخ کې دي. په بلخ کې د کرنې اداره وايي په روان کال کې به بزګران په دغه ولایت کې نژدې ۱۰۰ زره ټنه د کونځلو، زغرو، مالوچو یا پختې او سویابینو دانې ترلاسه کړې دي. د بلخ د کرنې آمر ذبیح الله وايي یواځې په دغه ولایت کې په ۴۳ زره هکټاره ځمکه کې دغه ډول بوټي کرل شوي، چې ۱۰۰ زره ټنه حاصل به ورکړي. دا شمېرې په داسې حال کې دي چې درې کاله وړاندې په بلخ کې د غوړینو نباتاتو کښت نژدې ۳۵ زره ټنه و.