د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، لا هم افغانستان ددې جوګه نه دی چې افغان کډوال دې له نورو هېوادو بېرته راستانه شي. دده په خبره لا هم نا امني او بېکاري پر خپل ځای دی او همدا لامل دی چې افغانان له خپل هېواد په تېښته دي. بلخي د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو هم غوښتي چې له زغم کار واخلي او اجازه ورکړي چې د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي او تر هغه وروسته دې د افغان کډوالو په اړه پرېکړه وکړي. بلخي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې هره ورځ سلګونه افغانان د بېکارۍ، نا امنۍ او ځينو نورو ستونزو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کېږي او له خطرناکو لارو ځانونه نورو هېوادونو ته رسوي.