د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایي، روان کال افغانستان ته ۴ لکه او ۹۹ زره افغان کډوال راستانه شوي دي. د کډوالو چارو وزیر، سید حیسن عالمي بلخي نن په کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، له ټولو هېوادونو نه څلور لکه او ۹۹ زره افغان کډوال راغلي دي چې څلور لکه او ۶۲ زره یې یوازې له پاکستان او ایران او پاتې نور یې له نورو هېوادونو څخه راستانه شوي دي. د راپورونو پر بنسټ راستانه شوي کډوال ډېری یې سرپناه او نورو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري. په ورته وخت کې د کډوالو نړیوالې ادارې هم څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د راستنو شویو او کورنیو بې ځایه شویو د وضعیت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ویلي وو چې راتلونکي کال کې به بېړنیو مرستو ته د افغانانو اړتیا دوه برابره ډېره شي.