د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په واشنګټن کې د امریکا-هند د وزیرانو غونډې ته د خبرو پرمهال ویلي چې چابهار بندر د افغانستان او هند لپاره مهم دی. دده په خبره که دغه بندر فعال وساتل شي نو د افغانستان په پرمختګ کې مهم رول لري. نوموړي له امریکا غوښتي چې پر ایران یې بندیزونه دغه بندر زیانمن نه کړي او امریکا دې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پر دې بندر د هند پانګونه ستایلې ده او ژمنه یې کړې چې دغه بندر به له ټولو بندیزونو مستثنا وي.