د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې پخوانۍ استازې لورل مېلر ویلي طالبان په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د جګړې وړتیا لري او په دې برخه کې پر دوی حساب کېدلی شي. د نوموړې په وینا امریکا دا اندېښنه لري چې طالبان به له ترهګرو ډلو او پاکستان سره خپلې اړیکې وشلوي کنه خو پر دې ټینګار کوي چې طالبان دې له نړیوالو ترهګرو ډلو فاصله واخلي. مېلر وايي د افغانستان د سولې خبرې ژر تر ژره پایلې ته رسېدونکي دي خو په دې برخه کې ګڼې اندېښنې هم شته دي چې باید امریکا ځان ترې ډاډه کړي. نوموړې ویلي د سولې هوکړه یې نه ده لیدلې خو ددې هیله لري چې په هغه کې پر طالبانو له نورو ترهګرو سره د اړیکو پرېکولو شرط منل شوی وي.





























