د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال پرون د دیموکراتانو په یوه مناظره کې ویلي، چې د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو له ډېرولو سره مخالف و. بایډن ویلي، چې داسې یوې جګړې ته چې په هغې کې د امریکا بریا ناشونې وه د سرتېرو استول یوه لویه تېروتنه وه. نوموړي دغه خبرې د واشنګټن پوسټ د راپور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي. په دغه راپور کې راغلي و چې امریکایي چارواکو د افغانستان د جګړې په اړه ملت ته ناسم معلومات ورکړي او ډېری مسایل یې ترې پټ ساتلي و. بایډن ویلي زه هغه کس وم چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو له ډېرولو سره مخالف وم او دا مې لویه تېروتنه بلله. خو امریکایي سناتور برنارد سندرز د بایډن له دې خبرو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې لیدلوری یې ناسم دی. سندرز ویلي، بایډن هغه څوک دی چې موږ یې د عراق په جګړه کې ښکېل کړو.





























