د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د سعودی هیواد د سويلي اسیا موسسې ترمنځ د ١٣٩٩ کال حاجیانو لپاره د اساسي خدماتو د قرارداد هوکړه په مکه مکرمه لاسلیک شوه. د ياد وزارت لخوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ د حج د مقدماتي چارو د پرمخ وړلو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم”منیب“ په مشرۍ یو پلاوى سعودي عربستان هېواد ته سفر وکړ. سرچينې زياته کړې، ياد پلاوى د سويلي اسیا موسسې سره د ١٣٩٩ کال دحاجیانو چارو د تنظیم او د مکتبونو د خدماتو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې. د حج ، ارشاد او اوقافو وزير مولوي عبدالحکیم ”منیب“ د حج د تېر کال پروسه د سويلي اسیا مؤسسې سره په همغږۍ بریالۍبللې ده. نوموړي دغه راز د ځینو هغو نیمګړتیاؤ او نواقصو یادونه یې هم وکړه چې تېر کال د حج په پروسه کې ورسره مخ شوي وو.منيب له یادې مؤسسې و غوښتل چې په مشاعرو کې افغان حاجیانو ته د نورو اسانياوو ترڅنګ د رېل تمځای ته نږدې خېمې په نظر کې ونیسي.