د اروپا پارلمان د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو د افغانستان له لویې څارنوالۍ غوښتي چې په لوګر کې د ښوونځيو له ماشومانو د جنسي استفادې او ځورونې په اړه خپلواکه او بې طرفه څېړنه وکړي. په پرېکړه لیک کې راغلي چې د اروپايي پارلمان غړي په افغانستان کې له ماشومانو د پراخې جنسي استفادې او پر جنسي غلامۍ خواشیني دي او له مرکزي او محلي چارواکو غواړي چې په دغه هېواد کې د بچه بازۍ دود لمنځه وړلو لپاره خپلو فعالانه اقداماتو ته دوام ورکړي. اروپايي پارلمان د لوګر د مدني ټولنې دوو غړو موسی محمودي او احسان الله حمیدي چې له زده کوونکو د جنسي استفادې موضوع یې رسنیزه کړه، ستاینه کړې او د افغانستان پر حکومت یې غږ کړی چې هغوی خوندي وساتی. په پرېکړه لیک کې د افغانستان له حکومت څخه غوښتل شوي چې د لوګر د قضیې په اړه لازم تحقیقات ترسره کړي او هغو کسانو سره چې له ماشومانو په ناوړه استفاده کې دخیل دي، قانوني چلند وکړي. د افغانستان حکومت وړاندې ویلي و چې په دې اړه تحقیقاتو ته ژمن دی او سرغړوونکي به مجازات شي.





























