د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوول سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او امنیتي همکاریو د پراختيا په اړه خبرې کړې دي. د ملي امنيت شورا لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې افغانستان او هند په بېلابېلو برخو کې له یو بل سره همکاري او ګډ کار کولای شي. سرچينې زياته کړې، په ناسته کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه، د افغانستان پر سوله او سیمه ییزو همکاریو هم خبرې شوې دي. د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ويلي چې ترهګري د ټولو هیوادونو دښمنه پدیده ده او باید په ګډه یې پر وړاندې مبارزه وشي. د هند د ملي امنیت سلاکار ویلي، اړتیا ده د ستونزو د حل په موخه د سیمې هیوادونه لاس سره یو کړي. د هغه په وينا، هند تیار دی په دې اړه له خپلې خوا همکاري وکړي.





























