په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان او د کندهار چارواکو د امنیتي ګواښونو د راکمولو پر لارو چارو خبرې کړې دي. سکاټ میلر د جنوبي ولایتونو د امنیت د ارزوني په موخه پرون مازدیګر کندهار ته تللی او د کندهار له والي حیات الله حیات سره یې په ژمي کې د امنیتي ګواښونو د کنټرول او ښې همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وایي، چې دواړه لوري پر یو لړ امنیتي پلانونو سلا شول. سکاټ میلر کندهار ته په دې یو ورځني سفر کې د زابل له والي رحمت الله یارمل سره هم لیدلي دي. د کندهار چارواکي وایي، چې د تېر کال په پرتله د کندهار امنیتي وضعیت کې ښه والی راغلی دی.





























