د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال سرور دانش له ټاکنو کمیسون غوښتي چې هر څومره ژر کولای شي د ټاکنو لومړنۍ پایلې دې اعلان کړي. دانش له نورو نوماندانو هم غوښتنه کړې ده چې د ټاکنو کمیسیون پرېکړې ته درناوی وکړي. سرور دانش د افغان حکومت په محوریت د سولې خبرو ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي، د یادو خبرو په پیلېدو سره باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند رامنځته شي. نوموړي نن په کابل کې یوې غونډې ته وینا کې پر طالبانو په انتقاد سره وویل، چې دغه ډلې په تېر یوه کال کې وښودله چې د سولې ټینګېدو په اړه اراده نه لري. دانش ویلی، افغان حکومت په وار وار له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو پیلېدو او اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده، خو طالبانو تل له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو کولو څخه ډډه کړې ده.





























