د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې ادارې د پرونۍ زلزلې شدت د ریختر په کچه ۶ اعشاریه دوه درجه اټکل کړی او ویلي یې دي چې مرکز یې د بدخشان د جرم ولسوالي د جنوب لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې و. دا زلزله په پاکستان او د هند په شمالي سیمو کې هم احساس شوې ده. تر اوسه پورې د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړی شوی، خو د بدخشان ولایت چارواکي وايي چې دغه زلزله کې لږ تر لږه ۲۰ کورونه زیانمن شوي دي. د افغانستان او پاکستان د ډېری زلزلو مرکز د هندوکش په غرونو کې وي.





























